عامې روغتیا وزارت وايي چې تېر ۱۴۰۴ کال کې د سرپل ولایتي روغتون کې ۳ زره ۹۶ بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي.
د دغه وزارت په اېکس لیکلي شوي چې د یادو عملیاتو له ډلې (۱۹۵۵) لوی او (۱۱۴۱) کوچني عملیات دي چې د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې دا ډول عملیات د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
د عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي چې په همدې موده کې (۱۵۲۹۰) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۹۳۱۳۳) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
څه موده مخکې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ويلي وو چې دا مهال په هېواد کې ډېر داسې عملیات کېږي چې پخوا کلونو کې به هېوادوال بهرنیو هېوادونو ته پسې تلل.
یاد روغتون دا ډاډ هم څرګند کړی چې په نږدې راتلونکو کلونو کې به د هېواد په هره لرې پرته سیمه کې روغتونونه او روغتیايي مرکزونه جوړ شي.
د یادولو ده چې لا هم د هېواد د ډېرو لرې پرتو سیمو اوسېدونکي روغتیایي خدماتو له نهلاسرسي شکایتونه لري.


