د ا.ا کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د ننګرهار ولایت په «بهسود» ولسوالۍ کې نږدې ۲۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د خیاطۍ وسایل ورکړل شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا مرسته د ۳۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارې موسسې له لوري د دې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې راستنو شویو کورنیو ته وېشل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس ملاعزیزالرحمن سرحد په حواله د دغو مرستو موخه راستنو شویو ته د عایداتي سرچینو برابرول بلل شوې او د ورته مرستو د دوام او زیاتوالي غوښتنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري رالېږل په بېسارې توګه زیات شوي، هغه موضوع چې بار بار د کډوالو چارو نړیوالو بنسټونو اندېښنې او غبرګونونه پارولي دي.
څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ له پاکستان څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو جبري ایستل پایته ورسوي، او همداراز هلته د مېشت افغان کډوالو پر وړاندې له ناسم چلند لاس واخلي.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی او اړینې مرستې ورسره شوې دي.


