Tuesday Jul 17, 2018

افغان کرکټ ملي لوبډله ایرلنډ ته لویه ماتې ورکړه

نوشته شده توسط khaama - Tue Dec 05 2017, 4:51 pm

د افغانستان ملي کرکټ لوبډله له ایرلینډ سره د دوه اړخیزه یوه ورځني نړیواله لوبو په لړ کې او په لومړنی لوبه کې نن دغه هېواد ته لویه ماتې ورکړه.

د نننی لوبې پچه ایرلنډ کرکټ ملي لوبډله وګټله او لومړی یې د تو اچونې پرېکړه وکړه.

د افغان ملي لوبډلې غړیو د توپوهنې په برخه کې دوه وکټونه په څلورمې او اوومې اوورنو کې له لاسه ورکړه خو رحمت شاه او ناصر جمال وتوانیدل چې د افغانستان لپاره منډې جوړې کړي.

رحمت شاه وتوانید چې ۷۵د  توپونو په بدل کې ۵۰ منډې جوړې کړي او د هغه ملګری ناصر جمال له ۶۳ توپونو څخه ۵۳ منډې جوړه کړه.

راشد خان هم وتوانید چې له ۴۹ توپونو څخه ۴۸ منډې جوړې کړي او شفیق الله د  ۲۳ توپونو په بدل کې ۳۶ منډې جوړه کړه.

په ټول پنځوس اوورنو کې د افغان ملي لوبډله وتوانید چې ۲۳۸ منډې جوړې کړي خو په پنځوس اوورنو کې ۹ وکټې له لاسه ورکړې.

خو په مقابل کې د ایرلڼد ملي لوبغاړو ونه توانیدل چې ورکړل شوي هدف پوره کړي او د ۳۱ اورنو کې د ټولو لوبغاړو له سوځیدو سره یې یواځې ۱۰۰ منډې جوړه کړل.

د توپ اچونې په برخه کې مجیب ځدران وتوانید څلور وکټونه، راشید خان درې، دولت ځدران دوه، او محمد نبي یوه وکټ ترلاسه کړه.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید