خانهنړۍنتنیاهو: له ایران سره مې کار پای ته نه ده رسېدلی

نتنیاهو: له ایران سره مې کار پای ته نه ده رسېدلی

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې کمپاین پای ته نه دی رسېدلی او “لا هم د زیاتو کارونو ترسره کولو ته اړتیا ده.”

د منځني ختیځ د نقشې مخې ته ولاړ نتنیاهو وویل: “شپږ هېوادونه غوښتل چې موږ ووژني، خو پرځای یې موږ دوی ووژنو. او موږ لاهم ډېر څه باید وکړو.”

هغه ټینګار وکړ چې “زما په مشرۍ اسراییل به د ایران د ترهګر رژیم او د هغې د نیابتي ډلو سره مبارزې ته دوام ورکړي.” دا په داسې حال کې راځي چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره پراخې هڅې روانې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په اشارې سره، نتنیاهو هغه د ایران او د هغې د نیابتي ډلو زغملو په تور تورن کړ په داسې حال کې چې د خپلو کرد اتباعو “قتل عام” کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په اسلام‌اباد کې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې پرته له کومې هوکړې پای ته رسېدلي او د پاکستان لخوا منځګړیتوب شوی نازک اوربند لاهم دوام لري.

په همدې حال کې، ټاکل شوې ده چې د اسراییلو او لبنان سفیران د سې‌شنبې په ورځ په واشنګټن کې سره وویني. کارپوهان په دې باور دي چې د نتانیاهو څرګندونې په سیمه کې د اسراییل د تیري کوونکي پالیسۍ د دوام نښه ده، حتی د ایران سره د وروستي تاوتریخوالي وروسته، او کولی شي د کړکیچونو د کمولو لپاره په ډیپلوماتیکو هڅو منفي اغېزه وکړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه