د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو له بېپایلې کېدو وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه دې «اوربند» ته ژمن پاتې شي.
ډار ویلي: “موږ هیله لرو چې دواړه خواوې به په ورته مثبت روحیه سره کار وکړي ترڅو په سیمه او له هغې هاخوا کې تلپاتې سوله او سوکالي ترلاسه کړي.”
نوموړي همداراز ویلي چې پاکستان به راتلونکو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو او تعامل په اسانتیا کې خپل رول ته دوام ورکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د اوربند د ترلاسهکولو لپاره د اسلام آباد د هڅو د ستاینې لپاره له دواړو خواوو څخه مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه خواوې به په مثبته روحیه کې د تلپاتې سولې په لور حرکت وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په اسلام آباد کې د خبرو اترو وروستۍ پړاو پرته له کومې هوکړې پای ته رسېدلی او د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي ډي وینس له دغه هېواده وتلی دی.
د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ دوهاوونیز نازک اوربند لا هم له ګواښ سره مخ دی، د اټومي مسایلو، سیمهییز امنیت او د هرمز تنګي کې د کښتۍ د آزادۍ په اړه تاوتریخوالی دوام لري.
پاکستان د کوربه او منځګړي په توګه هڅه کوي چې د دوامداره خبرو اترو لپاره فضا رامنځته کړي. کارپوهان په دې باور دي چې په دې کړکېچ کې د اسلام آباد رول کلیدي کیدای شي، که څه هم یوې ټولمنلې هوکړې ته رسیدل له ننګونو خالي نه برېښي.


