پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو په دوام، نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۱۰۰ کسان نور وژل شوي دي.
د اسوشیټډ پریس په راپور کې ویل شوي چې پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو له امله د نږدې ۲۵۰ ښځو په ګډون ۱۶۵ ماشومان او ۸۵ روغتیايي کارکوونکي هم وژل شوي دي.
بلخوا د لبنان چارواکو ویلي چې هلته د اسرائیلو د وروستیو بریدونو له امله د ټولو وژلشویو شمېر له دوه زرو کسانو څخه لوړ شوی دی.
د راپورونو له مخې چې پر لبنان د اسرائیلو بریدونه د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته زیات شوي او اسرائیلو دا د اوربند برخه نه ده بللې.
بلخوا په اسلاماباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرې هم بېپایلې شوې او امریکايي پلاوی به له ۲۱ ساعتونو مذاکراتو وروسته نن بېرته امریکا ته ستنېږي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي ډي وینس ویلي چې له ایراني پلاوي سره یې مذاکرات ناکام شوي او دوی به نن بېرته امریکا ته ستنېږي.


