خانهنړۍغزه کې د اسراییل بریدونو اووه فلسطینیان وژلي

غزه کې د اسراییل بریدونو اووه فلسطینیان وژلي

د غزې چارواکو ویلي، چې په مرکزي او سویلي تړانګه، د کډوالو په کمپ کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه اووه فلسطینیان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د غزې د ملکي دفاع د سازمان ویاند محمود بصل نن(شنبه، د اپرېل ۱۱مه) وویل چې نن د اسراییلو یوې بې‌پیلوټه الوتکې د غزې په مرکزي برخه کې د البریج کډوالو په کمپ کې د پولیسو پوستې ته نږدې دوه توغندي وویشتل.

د غزې په مرکزي برخه کې د الاقصی روغتون اعلان وکړ چې شپږ جسدونه او اووه ټپیان یې ترلاسه کړي دي. د العوده روغتون هم د یو مړ او دوه ټپیانو د لېږد راپور ورکړی.

د ناصر طبي کمپلیکس هم اعلان وکړ چې د خان یونس په ختیځ کې د بنی سهیلا په ښارګوټي کې د کډوالو په یوه میشت ځای کې د اسراییلو د بې‌پیلوټه الوتکې برید وروسته درې ټپیان مرکز ته لېږدول شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د احصایو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکوبر په میاشت کې د اسراییلو او حماس د جګړې له پیل راهیسې تر دې مهاله له څه باندې ۷۲ زره او ۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه