خانهنړۍپر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونو کې څه باندې ۱۲۵ زره...

پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونو کې څه باندې ۱۲۵ زره ملکي ځایونه زیانمن شوي

د ایران د سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې پر هېواد باندې د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې ۱۲۵ زره او ۶۳۰ ملکي ځایونه زیانمن شوي دي.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې زیاته کړه چې د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د زیانمن شویو ځایونو په منځ کې ۲۳،۵۰۰ سوداګریز مرکزونه او سوداګریز ځایونه شامل دي.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې په وینا، د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې ۳۳۹ روغتیایی تاسیسات، په شمول د روغتونونو، درملتونونو، لابراتوارونو، کورونو، روغتیایی مرکزونو او بېړنیو خونو، هم په نښه شوي دي.

امریکا او اسراییلو د فبروري ۲۸مه په ګډه پر ایران برید وکړ، چې په پایله کې یې د دغه هېواد ستر مذهبي مشر او یو شمېر اتباع ووژل شول.

له دې سره د راپورونو پر اساس، د امریکا او ایران پلاوي پاکستان ته رسېدلي، څو خپلو کې د سولې خبرې پیل کړي. د ایران پلاوي مشري د دغه هېواد د پارلمان مشر «محمد باقر قالیباف» کوي او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم پکې شامل دی.

بلخوا د امریکایي پلاوي کې شاوخوا ٣٠٠ غړي دي چې مشري یې د ولسمشر مرستیال جې‌ډي وینس کوي.

ایراني رسنیو ویلي، که د ایران غوښتنې ومنل شي، نو مذاکرات به نن مازدیګر پیل شي.

باید وویل شي چې ایراني پلاوی به تر مذاکراتو وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره هم وګوري.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه