کورنیو چارو وزارت په نشهيي توکو کې د کارېدونکو ۸۵۰ کیلو ګرامه موادو او ۹۰ لیټره تیزابو له کشف او نیولکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا نشهيي توکي په هلمند ولایت کې د کشفي عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې امنیتي ځواکونو د دې قاچاق په تړاو دوه کسان هم نیولي او څېړنې ترې پيل شوې دي.
ویل کېږي چې له نیولشویو موادو څخه د نشهيي توکو په جوړولو کې استفاده کېده.
د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې بار بار ټینګار کړی و چې په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر ضد مبارزه په جدي توګه روانه ده.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت او هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوي دي.
اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې دا مهال په ټول هېواد کې د نشهيي توکو د کښت او کاروبار کچه نږدې صفر ته ټیټه شوې ده.


