د ا.ا عامې روغتیا خبر ورکړی چې تېر ۱۴۰۴ کال په نور ملي او تخصصي روغتون کې ۸ زره ۶۰۶ بریالي جراحي عملیات شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دغو عملیاتو کې ۱۵۱۷ لوی او ۷ زره ۸۹ کوچني عملیات شامل وو.
سرچینې لیکلي، دا بریالي جراحي عملیات د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري شوي چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
د عامې روغتیا وزارت همداراز لیکلي چې په همدې موده کې ۹ زره ۱۰ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او ۱۲۵ زره ۲۲۹ مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات هم وړاندې شوي دي.
څه موده مخکې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ويلي وو چې دا مهال په هېواد کې ډېر داسې عملیات کېږي چې پخوا کلونو کې به هېوادوال بهرنیو هېوادونو ته پسې تلل.
یاد روغتون دا ډاډ هم څرګند کړی چې په نږدې راتلونکو کلونو کې به د هېواد په هره لرې پرته سیمه کې روغتونونه او روغتیايي مرکزونه جوړ شي.
د یادولو ده چې لا هم د هېواد د ډېرو لرې پرتو سیمو اوسېدونکي روغتیایي خدماتو له نهلاسرسي شکایتونه لري.


