تېره شپه د پروان یاد ولایت په «سیاګرد» ولسوالۍ کې د یوې کوټې چت نړېدو په پېښه کې ۸ کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د دغه ولایت مقام رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې چې دا هېوادوال د سیاګرد ولسوالۍ د خیشکو درې اړوند په «بغندک» کلي کې مړه شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې دا خونړۍ پېښه تېره شپه دوې بجې شوې او په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د پروان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ویلي چې دا پېښه د وروستیو پرلهپسې او شدیدو ورښتونو له امله رامنځته شوې ده،
د نوموړي په وینا چې اړوند ادارو د پېښې سیمې ته بیړني ټیمونه استولي او د زیانمنو کسانو د حالت ارزونه او د مرستو رسولو چارې روانې دي.
سرچینې لیکلي چې تر دې مخکې هم په پروان ولایت کې د سختو بارانونو او غرښویېدنو له امله ۶ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي وو.
د یادولو ده چې په هېواد کې د وروستیو خونړیو طبیعي پېښو له امله تر ۲۰۰ ډېر هېوادوال شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي دي.


