د افغانستان له ۱۷ کلونو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله به نن د مرکزي اسیا د اتلولۍ په څلورمه او وروستۍ لوبه کې له تاجکستان سره مخ شي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان ملي لوبډله نن ماښام د مرکزي اسیا د سیمهییز اتلولۍ په چوکاټ کې د تاجکستان په وړاندې ودریږي. دا لوبه به د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیل شي.
دا د ملي لوبډلې څلورمه او وروستۍ لوبه ده، افغان لوبډلې په تېرو دریو سیالیو کې یې د قرغزستان، ترکمنستان او ازبکستان په وړاندې دوه ماتې او یوه مساوي ترلاسه کړې ده.
د ۲۰۲۶ کال د مرکزي اسیا اتلولي په تاشکند کې پیل شوې، چې د افغانستان په ګډون د پنځو مرکزي اسیا هېوادونو لوبډلو پکې ګډون کړی دی.
دا سیالۍ د وري په ۱۶مه پیل شوې او د دې میاشتې تر ۲۶مې پورې به دوام وکړي
د یادولو ده چې د مرکزي اسیا اتلولي د سیمې د څو لوبډلو د ګډون سره ترسره کیږي او د لوبډلو لپاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي چې په نړیواله کچه خپلې وړتیاوې او چمتووالی اندازه کړي.


