خانهنړۍد بلوچستان په «کیچ» سیمه کې د پاکستاني پوځ پر پوستې برید...

د بلوچستان په «کیچ» سیمه کې د پاکستاني پوځ پر پوستې برید شوی  

بلوڅ ازادي غوښتونکي وایي چې د دوی وسله‌والو د بلوچستان په «کیچ» سیمه کې د پاکستاني پوځ پر پوستې برید کړی دی.  

ویل کېږي چې په دې برید کې له پرمختللو وسلو کار اخیستل شوی، خو تر اوسه د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. 

 بلوڅ ازادي غوښتونکي (BLA) د پاکستاني پوځ پر پوستې د برید ویډیو هم خپره کړې چې پکې د درنو وسلو اوازونه هم لیدل کېږي. 

په تېر یو کال کې بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستان پر نظامي تاسیساتو او پوځیانو مرګوني بریدونه زیات کړي دي. بلخوا پاکستاني پوځ هم د دوی په سیمه کې وخت ناوخت عملیات کړي دي.  

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې بمي چاودنې، نښتې او د حکومتي کسانو د ترور پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې وخت ناوخت یې د پاکستانو چارواکو اندېښنې څرګندې کړې دي. 

بلخوا پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې هلته د بریدونو پلان په افغانستان کې جوړېږي، هغه ادعا چې د افغانستان اسلامي امارت بار بار رد کړې او بې‌بنسټه یې بللې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه