خانهافغانستانکندهار کې د نږدې پنځه میلیون افغانیو په لګښت یو چیکډم جوړ...

کندهار کې د نږدې پنځه میلیون افغانیو په لګښت یو چیکډم جوړ شوی

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د کندهار ولایت په «ارغستان» ولسوالۍ کې د ۴ میلیون ۶۰۱ زره ۸۳۸ افغانیو په لګښت د یو چیکډم د جوړولو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د کابو ۱۰ زره متره مکعب اوبو زېرمې د وړتیا په درلودلو سره د اسلامي امارت په مالي لګښت د کندهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

سرچینې لیکلي چې دا پروژه د ځمکې لاندې اوبو کچې د لوړېدو، د کاریزونو د بیا احیا کېدو، د کرنې د پراختیا او د ځمکو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه بشپړه شوې ده. 

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لسګونه کوچني بندونه یا چیکډمونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د یادولو ده چې دا ډول چیکډمونه تر ډېره د نړیوالو مرستندویه ادارو په مالي لګښت جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل کېږي چې تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړېدو او وچکالۍ مخنیوي لپاره مهم بلل کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه