خانهنړۍد ایران او امریکا اوربند، خو په لبنان کې ملي ماتم؛ یوازې...

د ایران او امریکا اوربند، خو په لبنان کې ملي ماتم؛ یوازې پرون ۲۵۴ لبانیان وژل شوي

د ایران او امریکا ترمنځ له اوربند وروسته اسرائیلو پر لبنان تر ټولو پراخ بریدونه کړي چې له امله یې ۲۵۴ لبنانیان وژل شوي او نږدې ۱۲ سوه نور ټپيان دي. د لبنان حکومت نن (پنجشنبه) په دغه هېواد کې «ملي ماتم» اعلان کړی دی. 

د لبنان چارواکو ویلي چې نن به هلته ټولې ادارې تړلې او ملي بیرغ به یې نیم‌ځوړند وي. دا ملي ماتم د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په دویمه ورځ او د اسرائیلي پوځ له هغو پراخو بریدونو وروسته اعلان شو چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه ملکي لبنانیانو ژوند وبایلود.

اسرائیلو د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په لومړۍ ورځ ویلي وو چې پر لبنان به د دوی داسې بریدونه دوام لري.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتونیو ګوېتریش» لبنان کې پر ملکي مرګ‌ژوبلې خواشیني ښودلې او د اسرائیلي پوځ دا بریدونه یې په کلکه غندلي. ګوتریش خبرداری ورکړی: “د اسرائیلو دا بریدونه به د ایران او امریکا ترمنځ اوربند ته ګواښ پېښ کړي.”  

همداراز یو شمېر ایراني چارواکو هم ټینګار کړی چې که اسرائیل پر لبنان خپل بریدونه ونه دروي، تهران به له واشنګټن سره د «مشروط» او «لنډمهالي» اوربند څخه ووځي، او پر اسرائیلو به تر ټولو سخت بریدونه پیل کړي. 

خو د ایراني چارواکو دا خبرداری د پرون ورځې تر پایه عملي نه شو، البته د لبنان لپاره په یوه داسې خونړۍ ورځ چې د راپورونو په خپرېدو سره یې پر بشري حقونو د څار ګڼ بنسټونه هم حیران شوي.

د نړیوالو رسنیو له لوري په خپروشویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې اسرائیلو پر لبنان تر ټولو خونړي بریدونه کړي. د ماشومانو نیم غوڅ اندامونه او پر ښارونو سرې لمبې/ تور لوګي واقعاً «زړه‌بوږنوونکي» دي.

بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي تازه په اېکس لیکلي چې واشنګټن ته د تهران شرطونه واضح او بې‌ابهامه دي، او په وینا یې چې اوس د جګړې یا اوربند انتخاب له امریکا سره دی.

عراقچي په اېکس لیکلي چې نړۍ د امریکا ته ګوري چې دوی تر کومه حده پر خپلو ژمنو عمل کوي.

د نوموړي دغو څرګندونو ته په کتو اوس دا پوښتنې مطرح کېږي چې ایران به نن عملاً د لبنان له خلکو سره په دغه «ملي‌ ماتم» کې څه ډول برخه اخلي؛ له امریکا سره به خپل «مشروط» اوربند په رښتینې توګه تر همدې ورځې پورې مشروط کړي او که نه؟

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه