تېره شپه د ننګرهار مرکز، جلالاباد په حلقوي سړک د کډوالو لوی موټر ترافیکي پېښه کړې چې له امله یو کس مړ او ۳۵ نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد ویلي چې دا ترافیکي پېښه د تخنیکي ستونزې له امله شوې، او ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د ټپيانو روغتیايي حالت «ښه» بلل شوی، او د درملنې لپاره یې د لازمو اقداماتو سپارښتنه شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په ورته مهال د ننګرهار عامې روغتیا رییس، امین الله شریف د وضعیت ارزونې په موخه روغتون ته ورغلی او ټپيان یې له نږدې لیدلي دي.
د یادولو ده چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له موټرچلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د هېوادوالو ژوند ته پام وکړي.
دا ډول خونړۍ ترافیکي پېښې وروسته له هغې رامنځته کېږي چې په اوسمهال د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له لوري په زرګونه موټرو کې «جيپياېس» آلې هم نصب شوې دي.


