خانهافغانستاند فراه مسوولین: ابو نصر فراهي بندر کې اورلګېدنه مرګ‌ژوبله نه لري

د فراه مسوولین: ابو نصر فراهي بندر کې اورلګېدنه مرګ‌ژوبله نه لري

د فراه مسوولین وايي چې د ایران د اور وژنې له ټیمونو سره یوځای یې په ابو نصر فراهي بندر کې لګېدلی اور مهار کړی دی.  

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې د دې اورلګېدنې له امله کوم چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

د راپورونو له مخې چې دا اور پرون (چهارشنبه) مازدیګر مهال د ټایرونو په یو دوکان کې لګېدلی و، او مسوولینو له دې امله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه د دې اورلګېدنې د لامل په اړه هم څه نه دي ویل شوي، خو مسوولینو ویلي چې اور د ایران او افغانستان د اوروژنې ګډو ټیمونو له لوري مهار شوی دی. 

تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو مهمو سیمو کې د اورلګېدنې پېښې رامنځته شوې چې له امله یې په پراخه کچه زیانونه اوښتي دي. 

په هېواد کې د اورلګېدنې ډېری لاملونه د برېښنا شارټي، د ګازي ډبو چاودنې، د تودوخې لوړه درجه او د ځینې نشه‌يي توکو کارول بلل کېږي.  

د ویلو ده چې اورلګېدنې په ټوله نړۍ کې پېښېږي او ډېر پرمختللي هېوادونه هم ترې مستثنا نه دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه