خانهافغانستانوردګو کې د دېوال نړېدو له امله یو ماشوم ژوند بایللی

وردګو کې د دېوال نړېدو له امله یو ماشوم ژوند بایللی

د میدان‌وردګو مسوولین وایي، د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د یو دېوال نړېدو له امله یو ماشوم مړ او یو بل ټپي شوی دی.  

د دغه ولایت د مسوولینو په وینا چې دا پېښه د جغتو ولسوالۍ په «دېوالک» کلي کې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د یاد ولایت په همدې ولسوالۍ کې د سېلابونو او کور نړېدو په پېښو کې څلور کسان مړه او درې نور ټپيان شوي وو.

د دغه ولایت مقام رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښې د جغتو ولسوالۍ باریکاب حوزې کوزه علانه او کنجغتو کلیو کې شوې وې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په هغو پیښو کې ۳ کسان د کور نړېدو او یو نفر د سیلاب له امله شهیدان شوي او ۳ نور کسان ټپیان دي، په شهیدانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په هېواد کې د ورښت او سېلابونو له امله نږدې ۱۴۸ کسان مړه او شاوخوا ۲۱۶ نور ټپیان او اته نور لادرکه شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه