خانهافغانستانتکل: د چین په اورمچي کې له پاکستان سره مذاکرات په رغنده...

تکل: د چین په اورمچي کې له پاکستان سره مذاکرات په رغنده فضا کې شوي

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت وایي چې د چین په کوربه‌توب او منځگړیتوب له پاکستاني پلاوي سره رسمي خبرې اترې پای ته رسېدلې دي.

د دغه وزارت ویاند، ضیاءاحمد تکل په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا خبرې په رغنده فضا کې ترسره شوې چې پکې د دوه‌‌اړخیزو اړیکو، امنیتي موضوعاتو، او د سیمه‌ییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه شوي دي.

تکل لیکلي چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د چین له ښه نيت او کوربه‌توب مننه کوي، او او هیله څرگندوي چې دغه بهیر به د باورجوړونې، دوامدارو اړیکو، تفاهم او مؤثرو همکاریو د لا پیاوړتیا لامل شي.

تر دې مخکې د چین بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د ارومچي په ښار کې د خپلو اختلافاتو د حل لپاره د یو هر اړخیز (جامع) حل د لټولو هوکړه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې مذاکراتو پرمهال دواړو خواوو په رغنده، عملي او صادقانه فضا کې ګډون کړی او د مهمو موضوعاتو په اړه یې ژور بحثونه کړي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه