خانهافغانستاند ا.ا بهرنیو چارو وزیر له «ژاو شینګ» سره د افغانستان او...

د ا.ا بهرنیو چارو وزیر له «ژاو شینګ» سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه بحث کړی

د ا.ا بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د چین له سفیر، ژاو شینګ سره کتلي، او دواړو لوریو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه نظرونه تبادله کړي دي. 

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې ښاغلي متقي د افغانستان – پاکستان د مذاکراتو لپاره د چین له کوربه‌توب مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې جزئي تعبیرات د مذاکراتو د پرمختګ خنډ نه شي.

په خبرپاڼه کې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر په حواله راغلي: “د افغانستان اسلامي امارت دریځ دفاعي او له خپل حریم څخه دفاع خپل مسلم حق ګڼي. اسلامي امارت د متقابل درناوي او پوهاوي پر بنسټ د تفاهم او خبرو اترو پر دوام باور لري.”

 د دې کتنې پرمهال بلخوا ژاو شینګ هم د اورمچي د مذاکراتو په اړه وروستي معلومات شریک کړي او ویلي یې دي چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او دغه بهیر یې په بې‌طرفۍ او همکارۍ پیل کړی دی.

د چین سفیر هیله څرګنده کړې چې د سیمې د جیوپولیتیک وضعیت په درک سره تمه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړونې بهیر، نېک نیت او د تاوتریخوالي نشتون دوام ومومي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه