خانهنړۍاحتیاطي اقدام؛ د ملک فهد پل وتړل شو

احتیاطي اقدام؛ د ملک فهد پل وتړل شو

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا په ایران کې د پلونو او زیربناوو په نښه کولو ګواښونو وروسته، سعودي عربستان د احتیاطي اقدام په توګه د ملک فهد پل وتړلو.

د ټرمپ له خوا په ایران کې د پلونو او زیربناوو په نښه کولو ګواښونو او د ایران د ځوابي برید وروسته، د ملک فهد پل، چې اصلي پل دی چې سعودي عربستان او بحرین سره نښلوي، ټرافیک د سې‌شنبې په سهار وځنډول شو.

د شاه فهد پل ادارې په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي: “په تېرو څو ساعتونو کې په ختیځه سیمه کې د ملي لومړني خبرداری پلیټ فارم لخوا د ورکړل شویو خبرداریو په رڼا کې، د ملک فهد پل په اوږدو کې د موټرو ټرافیک د احتیاطي اقدام په توګه وځنډول شو.”

د راپور له مخې، د شاه فهد پل ۲۵ کیلومتره اوږد دی او د بحرین یوازینۍ ځمکنۍ اړیکه ده چې د عربي ټاپووزمې سره نښلوي، هغه هیواد چې د امریکا پنځمه بیړۍ پکې مېشته ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د هرمز تنګي د پرانیستلو غوښتنه وکړه، څو ورځې یې وخت وټاکه، او ګواښ یې وکړ چې که نه نو د ایران زیربنا به په نښه شي.

په همدې حال کې، د اسراییلو پوځ د اپریل په ۱۸مه، د سې‌شنبې په سهار یوه اعلامیه خپره کړه، چې ایراني اتباعو ته یې خبرداری ورکړ چې د شپې تر ۹ بجو پورې په اورګاډو کې ونه سپاري او له پټلیو او ریل پټلیو څخه لرې پاتې شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه