د ا.ا عامې روغتیا وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۴ کال د پکتيکا ولایتي روغتون کې شاوخوا ۵ زره ۸۵۱ بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د یادو عملیاتونو له ډلې ۲ زره ۹۲۶ لوی عملیات او ۲ زره ۹۲۵ کوچني عملیات شامل وو.
د سرچینې په وینا چې دا عملیات د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
“دا جراحي عملیات د مسلکي اصولو او روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي، چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.“
د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې موده کې ۱۵ زره ۸۸۴ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او ۲۷۳ زره ۹۲۴ مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د یادولو ده چې دا مهال د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو په روغتونونو کې داسې عملیات ترسره کېږي چې پخوا کلونو کې به یې ناروغان ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول کېدل.
بلخوا عامې روغتیا وزارت څه موده مخکې ویلي وو چې په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په ډېرو سیمو کې روغتونونه او روغتیايي مرکزونه جوړ شي.


