خانهنړۍد ایران ځوابي بریدونه؛ سي‌بي‌ان: علي السالم هوايي اډه کې ۱۵ امریکايي...

د ایران ځوابي بریدونه؛ سي‌بي‌ان: علي السالم هوايي اډه کې ۱۵ امریکايي پوځیان ټپيان شوي

منځني ختیځ کې د امریکا پر تاسیساتو د ایران د ځوابي بریدونو په دوام، تازه سي‌بي‌اس راپور ورکړی چې په کویټ کې پر «علي السالم» هوايي اډې د برید له امله ۱۵ امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ایران پر کویټ سربېره، بحرین، سعودي عربستان او اسرائیل هم ویشتلي او امریکایي تاسیساتو ته یې زیانونه اړولي دي. 

نړیوالو رسنیو د دغو بریدونو له امله په اسرائیل کې د څلور کسانو وژنه تایید کړې ده.

د ایران تر دې بریدونو مخکې امریکا – اسرائیلو په تهران کې د انرژۍ ځینې تاسیسات په نښه کړل او پراخ زیانونه یې واړول. د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي په اېکس لیکلي وو چې امریکا – اسرائیلو همداراز په ایران کې د انرژۍ انسټیټیوټ هم ویشتلی دی. 

بلخوا نن د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هغه ضرب‌الاجل هم پایته رسېږي چې ایران ته یې د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه ورکړی و.

خو ایراني چارواکو بیا د ټرمپ د هغه ګواښ په غبرګون کې ویلي چې هرمز تنګی به نور هېڅکله پخواني حالت ته ونه ګرځي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه