د خوست مسوولین وايي په یاد ولایت کې د زړې مرمۍ چاودنې په پېښه کې یو زدهکوونکی وژل شوی او د دوو نجونو په ګډون درې نور زدهکوونکي ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست په خبرپاڼه کې دا کسان د خوست ولایت د مرکزي ښوونځیو اړوند د مړدخېلو متوسط ښوونځي زدهکوونکي ښودل شوي، او د ټپيانو وضعیت ښه بلل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې د پوهنې ریاست رهبري د دې دردناکې پېښې له امله خواشیني څرګندوي او د شهید زدهکوونکي کورنۍ ته د زړه له کومې تسلیت او خواخوږي وړاندې کوي. همداراز د ټپیانو زدهکوونکو د ژر تر ژره روغتیا لپاره دعا کوي.
د خوست پوهنې ریاست مسوولینو له زدهکوونکو غوښتي د مشکوکو او نااشنا توکو له لمس کولو څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه په وینا یې چې ناچاوده مهمات او چاودېدونکي توکي ښايي لا هم په ځینو سیمو کې موجود وي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د هېواد په ډېرو سیمو کې د زړو مرمیو د چاودنې له امله لسګونه هېوادوالو ژوند بایللی دی.


