د روغتیا نړیوال سازمان، بېپولې ډاکټرانو او د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ۹۶ ټنه طبي مرسته کابل ته رارسول شوې ده.
د راپورونو له مخې چې دا مرسته د متحده عربي اماراتو په همکارۍ یا د «دوبۍ بشردوستانه» بنسټ له لوري یې کابل ته د هوايي لېږد اسانتیا برابره شوې ده.
تر دې مخکې هند هم د افغانستان له سېلابځپلو سره د بېړني لاسنیوي په موخه د طبي توکو ځینې تجهیزات رالېږلي وو.
دا مرستې داسې مهال کېږي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې په افغانستان کې د خونړیو ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۸۰ هېوادوال مړه او له ۱۳۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.
تازه په ننګرهار او میدانوردګو کې له سختو ورښتونو وروسته د کورونو نړېدو خونړۍ پېښې شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بلخوا د اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې په ټول افغانستان کې د سېلابځپلو د لاسنیوي لپاره هڅې پیل شوې او د ځینو سیمو زیانونه ارزول شوي دي.


