په مدیترانې سمندرګي کې له لیبیا څخه اروپا ته د روانې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۷۱ کسان لادرکه او یوازې ۳۲ کسان ژغورل شوي دي.
د ایټالیايي سازمان او د جرمني سازمان «سی واچ» د راپورونو له مخې چې دې کښتۍ ۱۰۵ کسان لېږدول، او د ډوبیدو وروسته د دوو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
ژوندي پاتې شوي کسان د ایټالیا ساحل ساتونکو کښتۍ ته لیږدول شوي او بیا د ایټالیا ټاپو ته وړل شوي.
د سی واچ لخوا خپره شوې ویډیو کې لږترلږه دولس کسان ښودل شوي چې د نارنجي ژغورنې کښتۍ پسې نښلول شوي پداسې حال کې چې یوه سوداګریزه کښتۍ د دوی مرستې ته راځي.
د راپورونو له مخې چې خراب موسم او په مدیترانه کې نامناسب شرایط له شمالي افریقا څخه اروپا ته د مهاجرت لاره خورا خطرناکه کړې ده.
مدیترانې سمندرګی د شمالي افریقا او اروپا ترمنځ، د غیرقانوني مهاجرت لپاره یو له خورا خطرناکو لارو څخه ګڼل کیږي، چې هر کال د کښتیو د ډوبیدو او د مهاجرینو د مړینې ډیری راپورونه ورکول کیږي.
د مهاجرت نړیوال سازمان مخکې ویلي وو چې د روان کال له پیل راهیسې په مرکزي مدیترانې کې لږترلږه ۶۸۳ کسان مړه شوي دي، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.
تېر کال د کډوالۍ په بېلابېلو لارو کې شاوخوا ۸۰۰۰ کسان مړه یا ورک شوي وو. د همدې شمېرو له مخې، په اسیا کې نږدې ۳۰۰۰ کډوال مړه شوي وو، چې له نیمایي څخه زیات یې افغانان وو.


