خانهنړۍامریکا او ایران ښايي ۴۵ ورځنی اوربند وکړي

امریکا او ایران ښايي ۴۵ ورځنی اوربند وکړي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې دا مهال امریکا او ایران د یو شمېر هېوادونو په منځګړیتوب د ۴۵ ورځني احتمالي اوربند لپاره د شرایطو په تړاو خبرې کوي

د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې دا اوربند به د جګړې ختمېدو لپاره زمینه برابره کړي.

دا راپور وروسته له هغه خپرېږي چې پرون د امریکا ولسمشر، ډونالډ ایران ته په خورا تونده لهجه ګواښ وکړ چې «هرمز تنګی» پرانیزي، ګېني راتلونکې سې‌شنبې به د ایران برېښنایي تاسیسات او پلونه په نښه شي. 

ټرمپ ایران ته په خطاب کې وویل: “اې لېونیانو، دا لعنتي تنګی پرانیزئ”

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ دا خبرداری د نړیوالو رسنیو سرټکی جوړ شو او د ډېرو کارپوهانو غبرګونونه یې راوپارول. د کارپوهانو په وینا چې په دومره لوړیه کچه سیاست‌مدار باید دا ډول لهجه ونه کاروي.  

د یادولو ده چې بلخوا ایراني چارواکو د ټرمپ تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی و چې دوی له امریکا سره هېڅ ډول خبرې اترې نه دي کړي. 

ایران خبرداری ورکړی و چې تر هغو چې پر دوی تپل‌شوې جګړه دوام ولري، د دوی بریدونه به هم روان وي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه