خانهافغانستانوردګو کې د سېلابونو او کور نړېدو له امله ۷ کسانو ته...

وردګو کې د سېلابونو او کور نړېدو له امله ۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د وردګو مسوولین وایي، د یاد ولایت جغتو ولسوالۍ کې د سېلابونو او کور نړېدو په پېښو کې څلور کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت مقام رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښې د جغتو ولسوالۍ باریکاب حوزې کوزه علانه او کنجغتو کلیو کې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې پیښو کې ۳ کسان د کور نړېدو او یو نفر د سیلاب له امله شهیدان شوي او ۳ نور کسان ټپیان دي، په شهیدانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په هېواد کې د ورښت او سېلابونو له امله نږدې ۸۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې د وروستیو ورښتونو له امله زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه او زرګونه کورونه هم نړېدلي دي.

بلخوا د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ټول هېواد کې د شدید ورښت او سېلابونو راوتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه