خانهنړۍایران دوه کسان د تېرو لاریونونو پرمهال پر یو نظامي مرکز د...

ایران دوه کسان د تېرو لاریونونو پرمهال پر یو نظامي مرکز د برید په تړاو اعدام کړي

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې په یاد هېواد کې د تېرې جنوري میاشتې لاریونونو پرمهال نیول‌شوي دوه کسان اوس اعدام شوي دي.

په راپورونو کې ویل شوي چې دا دوه کسان د تېرو لاریونونو پرمهال د وسلو زېرمه‌تون ته د لاسرسي د هڅو په تور نیول شوي وو او په اعدام محکوم شوي وو. 

بلخوا د بښنې نړیوال سازمان هلته د دغو دوو کسانو نومونه محمد امین بېکلري او شاهین واحد پرست اعلان کړي او ویلي یې دي چې د دوی ترڅنګ دوه نور کسان هم په اعدام محکوم شوي دي. 

بلخوا پر بشري حقونو د څار یو شمېر نړیوالو بنسټونو ویلي چې ایران له تېرو لاریونونو وروسته لسګونه کسان په پټه اعدام کړي دي.

د یادولو ده چې په ایران کې د اعدام سزا په بې‌سارې توګه زیاته ده، هغه چې وخت ناوخت یې پر بشري حقونو د څار نړیوالو بنسټونو غبرګونونه پارولي دي. 

بلخوا ملګرو ملتونو هم بار بار له ایران څخه غوښتي چې هلته د اعدام سزا پایته ورسوي.

دا یادونه هم ضروري ده چې د ایران حکومت تېر کال لسګونه افغانان هم اعدام کړي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه