د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي، محمدنبي د وروستیو سېلابونو له امله هېوادوالو ته پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې له ځپلشویو کسانو سره هر ډول مرستې ته چمتو دي.
د ښاغلي نبي له لوري په خپرهشوې اعلامیه کې د سېلابونو له امله اوښتې مرګژوبله د ټولو لپاره غمیزه بلل شوې او له زیانمنشویو کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې ده.
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د ادې ګروپ د روغتونو په ټولو څانګو کې به د سېلابځپلو ټپیانو وړیا درملنه کېږي، او د اغېزمنو خلکو هر ډول ممکنه مرستې ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د ۷۷ کسانو مړینه تایید او شاوخوا ۱۳۰ نور ټپيان شول.
د اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې د وري له ۶مې تر پرون ورځې پورې د سېلابونو له امله زرګونه کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او همداراز زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.
د یادولو ده چې وروستیو ورښتونو د هېواد لسګونه کیلو مټره سړکونه هم ویجاړ کړي او هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.


