په هېواد کې د پرلهپسې ورښتونو په دوام، د ا.ا ویاند وایي چې د ورښت او سېلابونو له امله تر دې دمه ۶۱ هېوادوالو ژوند بایللی او ۱۱۶ نور ټپيان شوي دي.
ذبیح الله مجاهد په اېکسپاڼه لیکلي چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲ زره ۴۴۸ کورونه بشپړ او قسمي ډول نړېدلي او همداراز ۲۶ زره ۸۴۱ جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
ښاغلي مجاهد لیکلي چې د وروستي طبیعي پېښو له امله په هېواد کې ۱۰۴۵ حیوانات هم تلف شوي دي.
دا په داسې حال کې چې نن هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې بارانونه ادامه لري او هېوادوالو غوښتل شوي چې د سیندونو له غاړې او له اړتیا پرته سفر ډډه وکړي.
د یادولو ده چې په هېواد کې وروستي ورښتونه او سېلابونه د هېوادوالو لپاره په پراخ مالي زیان هم تمام شوي دي.
بلخوا د اسلامي امارت چارواکو ډاډ څرګند کړی چې د سېلابځپلو د لاسنیوي لپاره ټول ارګانونه چمتو دي، او همداراز ځپلشویو سیمو ته د بېړنیو مرستو په برخه کې اقدامات پيل شوي دي.
دا یادونه هم ضروري ده چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله د سیندونو اوبو سطحه لوړه شوې او همداراز د هېواد ډېر بندونه له اوبو ډک شوي دي.


