خانهافغانستاناسماعیل بقايي: ایران کې د امریکا – اسرائیل د بریدونو له امله...

اسماعیل بقايي: ایران کې د امریکا – اسرائیل د بریدونو له امله افغانانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي وایي چې پر دغه هېواد د امریکا – اسرائیل د بریدونو له امله هلته مېشت یو شمېر افغانان هم شهیدان او ټپيان شوي دي.  

کابل کې د ایران سفارت د اسماعیل بقایي له قوله له ویلي چې تهران د دغو افغانانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او ټپيانو ته ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله لري. 

تر دې مخکې هم ځینې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې په ایران کې مېشت لسګونه افغانان د امریکا – اسرائیل د بریدونو له امله شهیدان شوي دي. 

پر ایران د امریکا – اسرائیلو د بریدونو شاوخوا ۳۵ ورځې پوره کېږي او لا هم د دغو هېوادونو ترمنځ د اوربند کومې نښې نه لیدل کېږي. 

په ورته مهال د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښايي تر راتلونکو دوو دریو اوونیو پورې دا جګړه پایته ورسوي. نوموړي پر خپلو متحدینو تور پورې کړی چې د ایران پر وړاندې یې د امریکا له پوځي اقداماتو ملاتړ نه دی کړی.  

ټرمپ د اندېښنو په څرګندولو سره دا هم ویلي چې نوموړی اوس له «ناټو» څخه د امریکا پر ایستلو هم غور کوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه