د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د یاد سازمان ۷۸٫۵ ټنه روغتیایي توکو مرسته له متحده عربي اماراتو څخه افغانستان ته رسول شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې مرسته کې تر ډېره ژغورونکي طبي تجهیزات شامل دي او د الوتنې له لارې افغانستان ته رسول شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د اعلامیې له مخې چې په دې محموله کې د شري د درملنې کیټونه، د سینه بغل درملنې لپاره درمل، د سختې خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو لپاره د تغذیې بشپړونکي توکي، جراحي توکي او نور شامل دي.
د سرچینې په وینا چې له دې مرستې څخه به افغانستان کې څه باندې ۴۱۹ زره کسان ګټه پورته کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان همداراز د دې محمولې د لېږد په برخه کې له متحده عربي اماراتو څخه مننه کړې، او د افغانستان د خلکو پر بېړني لاسنیوي ټینګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په افغانستان کې خونړي ورښتونه پیل شوي او د راوتلو سېلابونو له امله لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي.
کارپوهان وایي چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان خلک هر ډول لاسنیوي ته اړتیا لري.


