خانهافغانستانپه چین کې د افغانستان او پاکستان خبرې؛ تحلیل: ښايي دا خبرې...

په چین کې د افغانستان او پاکستان خبرې؛ تحلیل: ښايي دا خبرې د تېر په څېر بې‌پایلې وي

د چین په ارومچي کې د اسلامي امارت او پاکستان تر منځ کېدونکي مذاکرات چې ښايي نن پنجشنبې ناوخته پيل شي، سر له اوسه یې یې د ناکامۍ په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.

له دې خبرو اترو باخبره سرچیني وايي، چې پاکستان د پردیو په ځانګړې توګه د لویدیځ په دستور د افغانستان خلاف جګړه پیل کړې او ددې جګړې تر شا د پردیو موخې او اهداف پټ دي. دوی زیاتوي پاکستان پر خپل سر ددې جګړې د پای ته رسولو واک او صلاحیت نه لري.

چین هڅه کوي چې سیمه کې د جګړې د پېښېدو او د ناامنیو د پراخېدو مخه ونیسي، خو لویدیځ دغلته د چین د پروژو د پلي کېدو مخالف دی او چین ته یې د سرخوږۍ د جوړولو لپاره دا حالت رامنځ‌ته کړی دی.

د چهارشنبې  په ورځ ددې خبرو په درشل کې  پاکستان یو ځل بیا پر کونړ برید وکړ او شپږو ملکي کسانو ته یې مرګژوبله واړوله. د پاکستان دا اقدامات په ډاګه کوي چې اسلام‌اباد ددې جګړې د پای ته رسولو او د خبرو د بریالیتوب اراده نه لري.

تحلیل‌کوونکي وايي، دا قضیه  ډېره پېچلې ده، پاکستان هم پردۍ ګټې پالي او هم  له دې جګړې د خپلې ګټې لپاره استفاده کوي. دوی زیاتوي چې پاکستان ولې مخامخ له ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکو سره په پاکستان کې د ننه خبرې نه کوي. په داسې حال کې چې اسلامي امارت په ځلونو په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور رد کړی او دا یې د پاکستان داخلي ستونزه بللې ده.

ددې خبرو په درشل کې په پېښور کې یوه جرګه هم وشوه چې د معلوماتو له مخې، دا جرګه د ای‌اېس‌ای د ملاتړو لخوا جوړه شوې وه او د روانې کشالې په حل کې دا جرګه شنونکو بې‌پایلې بللې ده. دوی وايي پاکستان کې څوک غږ نه شي پورته کولی او هر څوک چې لږ هم د پاکستان د حکومت او پوځ خلاف غږ اوچت کړي، ترور او یا زنداني کیږي.

پاکستان د افغانستان د بهرني سیاست کنټرول غواړي، د خپل داخلي امنیت د ټینګښت لپاره پر اسلامي امارت فشار راوړي، د ټي ټي پي کنټرول او له دې ډلې سره مبارزه د اسلامي امارت دنده بولي، د افغانستان په تجارتي او اقتصادي مسایلو کې د اختیار او صلاحیت غوښتونکی دی. په ورته مهال د افغانستان په کانونو کې خپله ونډه غواړي او د افغانستان د اوبو په مدیریت کې د خپل واک د ډېرېدو غوښتنه کوي.

د ډيپلوماسۍ د اصولو له مخې دا یوه ناسمه پرېکړه ده، چې یوازې خپلې ګټې په نظر کې نیسه او مقابل لوري ته هېڅ هم مه ورکوه. د ډیپلوماسۍ د اصولو له مخې دواړه لوري باید د خپلو ګټو په  توازن کې هوکړې ته ورسیږي.

په ټوله کې تحلیل دا دی چې پاکستان له افغانستان سره په دې شرط سوله کوي چې ټولې نامعقولې غوښتنې یې ومنل شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه