د ایرلینډ رسنیو راپور ورکړی چې د تاج الدین صافي او صلاح الدین صافي په نامه دوه افغان ورونه د دغه هېواد د «کلر» ساحل ته د کب نیولو پرمهال سیند ته ډوب شوي او مړه شوي دي.
د ایرلینډ د رسنیو په وینا، دوه وروڼه تاج الدین صافي او صلاح الدین صافي نومیږي، چې شاوخوا لس کاله وړاندې ایرلینډ ته کډوال شوي وو او د لیمریک په ښار کې یې ژوند او کار کاوه. تېره ورځ ډوب شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې دا پېښه د تېرې(سهشنبه، د مارچ ۳۱مه) هغه وخت رامنځته شوه کله چې دوه وروڼه د کلر ساحل ته نږدې د ډبرو په شاوخوا کې کب نیول او د قوي څپو له امله سمندر ته ډوب شول.
د دوراس ملاتړي سازمان اجرایوي ریس جان لینن دواړه وروڼه د سیمهییز لیمریک ټولنې د درناوي وړ غړي وبلل او ویې ویل چې دوی د خپلو ښو اخلاقو او ښه چلند لپاره د خلکو په منځ کې پېژندل شوي وو.
سیمهییزو مسوولینو خبرداری ورکړی چې د کلر ساحل ځینې سیمې د ناڅاپي څپو له امله ګواښوونکی دي او له خلکو یې غوښتي چې د کب نیولو یا سیند ته د نږدې کېدو پرمهال محتاط اوسي.


