له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په دوام، پرون له ګاونډیو هېوادونو څخه ۲۶۹ نورې کډوالې هېواد ته راستنې شوې دي.
د اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون ویلي چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۴۶، د ننګرهار د تورخم له لارې ۸۹، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۵ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۹۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون په راپور کې ویل شوي چې له دغو تازه راستنو شویو سره بېلابېلې مرستې شوې او لازمې اسانتیاوې ورته چمتو شوې دي.
په راپور کې ویل شوي چې ۵۴ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوي او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بېسارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي.
څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ ویلي وو لا هم په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیون افغانان مېشت دي.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت شوی، او بېړنۍ مرستې ورسره کېږي.
د یادولو ده چې په وروستیو کې له پاکستان څخه راستانه شويو کډوالو د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند څخه شکایتونه کړي دي.


