خانهنړۍاحمد شرع د بریټانیا له پاچا سره پر دوه‌اړخیزو همکاریو خبرې کړې

احمد شرع د بریټانیا له پاچا سره پر دوه‌اړخیزو همکاریو خبرې کړې

د سوریې ولسمشر، احمد شرع بریټانیا ته د سفر پرمهال هلته د یاد هېواد له پاچا چارلز سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د احمد شرع او چارلز دا کتنه په «بکینګهم» ماڼۍ کې شوې او دواړه لوري د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو غږېدلي دي. 

په دې کتنه کې د بريټانیا پاچا له سوریې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او د دې هېواد له خلکو سره یې د بیارغونې په برخو کې د همکارۍ ژمنې تازه کړې دي. 

په راپورونو کې ویل شوي چې احمد شرع له دې کتنې مخکې د برېټانیا له لومړي وزیر، کېیر سټارمر او یو شمېر نورو چارواکو سره هم پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې وې.

په سوریه کې د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد نوي ولسمشر، احمد شرع له نړۍ په ځانګړې توګه له لوېدیځو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړې او څو ځلې یې امریکا ته هم خپل سفرونه کړي دي.

د سوریې نوي لنډمهاله ولسمشر واک ته له رسېدو وروسته د امریکا له ولسمشر سره هم کتلي وو او د سوریې د بیارغونې په برخه کې یې د لوېدیځ د ملاتړ غوښتنې کړې دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه