کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ۶۷ غواوو د قاچاقکېدو مخه نیول شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې دا غواوې د سپین بولدک ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې په غیرقانوني ډول هېواد ته رالیږدول کېدې، چې د امنیتي مسوولینو یې مخه نیولې ده.
سرچینې لیکلي چې په دې تړاو یو شمېر کسان هم نیول شوي چې د محکمې له پرېکړې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
تر دې مخکې هم په کندهار کې له پاکستان څخه افغانستان ته د سلګونه غواوو د قاچاق مخنیوی شوی و.
کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ټینګار کړی چې په دې وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي مسوولینو ګرځنده کمپاینونه او قاچاق مخنیوي هڅې زیاتې شوې او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړل شي چې څاروي په قاچاقي ډول هېواد ته دننه رانتقال یا بهر ولېږدوي.
د یادولو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري درېدلې ده.


