خانهنړۍټرمپ له ناټو څخه د امریکا پر ایستلو غَور کوي

ټرمپ له ناټو څخه د امریکا پر ایستلو غَور کوي

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي چې له اوږدې مودې راهیسې پر ناټو د باور په اړه شکمن و او په وینا یې چې له امریکا څخه د ناټو پر ایستلو جدي غَور کوي. 

ټرمپ له ډیلي تلګراف ورځپاڼې سره د مرکې پرمهال ناټو ته د «کاغذي پړانګ» خطاب کړی او ویلي یې دي چې متحدینو یې د ایران پر وړاندې د امریکا له پوځي اقداماتو ملاتړ نه دی کړی. 

ټرمپ همداراز ویلي چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین هم پوهېږي چې ناټو د کاغذي پړانګ غوندې دی، او نوموړی پر دې غَور کوي چې امریکا له ناټو وباسي.  

د امریکا ولسمشر تر دې مخکې ویلي وو چې واشنګټن د هرمز تنګي د ساتلو مسوولیت هغو هېوادونو ته پرېږدي چې مستقیمه ګټه ترې اخلي.

ټرمپ د ایران پر وړاندې له روانې جګړې څخه د وتلو خبره کړې او ویلي یې دي چې دوی به تر راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو پورې خپل پوځي عملیات پای ته ورسوي.

په راپورونو کې د ټرمپ په حواله تونده نیوکه شوې چې د امریکا متحدینو د واشنګټن د هڅو کافي ملاتړ نه دی کړی.

ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه ایراني چارواکو ټینګار کړی چې دوی د جګړې له پيله تر اوسه له امریکا سره هېڅ ډول مذاکرات نه دي کړي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه