خانهنړۍنتنیاهو ویلي، ایران پر خپل اټومي پروګرام نږدې یو تریلیون ډالر لګولي

نتنیاهو ویلي، ایران پر خپل اټومي پروګرام نږدې یو تریلیون ډالر لګولي

نړیوالو رسنیو د اسراییلو لومړی وزیر له قوله ویلي، چې ایران په تېرو کلونو کې نږدې یو تریلیون ډالر د خپلو اټومي او توغندیزو پروګرامونو لپاره لګولي او غواړي چې اسراییل له ‌منځه یوسي.

نړیوالو رسنیو نن(چهارشنبه، د اپرېل لومړۍ نېټه) د اسراییلو لومړی وزیر «بنیامین نتنیاهو» له قوله ویلي، چې ایران په تېرو کلونو کې نږدې یو تریلیون ډالر د خپلو اټومي او توغندیزو پروګرامونو لپاره لګولي دي.

 د ټاس خبري اژانس راپور له مخې، نوموړي دغه خبرې تېره ورځ (سه‌شنبه، د مارچ ۳۱مه) په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې تهران په قصدي ډول هڅه کوي اسراییل له ‌منځه یوسي، پر منځني ختیځ واکمن شي او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي.

نتنیاهو زیاته کړې چې ایران، سره له دې چې له سختو بندیزونو سره مخ دی، بیا هم زیاتره سرچینې د خپلو پوځي پروګرامونو پراختیا ته ځانګړې کړي او د ده په وینا، دا پانګونې تراوسه بې‌ګټې ثابتې شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې هېواد به یې د ایران ګواښونو ته ځواب ووایي او د خپل ملي امنیت ساتنې ته ژمن دی.

له دې سره د اسراییلو پوځ یوه اوږده اعلامیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې دوی له ایران سره د جګړې په لومړۍ میاشت کې له ۸۰۰ څخه زیاتې جنګي الوتنې کړې او شاوخوا ۱۶ زره مهمات یې په ایراني اهدافو غورځولي دي.

باید وویل شي چې پر ایران د امریکا او اسراییلو ګډ هوایي بریدونه نن ۳۳مه ورځ ده او جګړه لا هم دوام لري.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه