خانهافغانستانپروسږ کال افغانستان ته د څه باندې ۲۸ زرو بهرنیو وګړو تګ...

پروسږ کال افغانستان ته د څه باندې ۲۸ زرو بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۴ کال کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې افغانستان ته د ۲۸ زره ۴۷۴ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.

د دې ادارې په اېکس لیکل شوي چې پروسږ کال د ۷۲۸ ښځینه‌وو په ګډون ۱۶ زره او ۲۷۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۵۸ ښځینه‌وو په ګډون ۱۲ زره او ۱۹۸ له هېواده وتلي دي.

“د ثبت‌شویو ارقامو له مخې ۱۶ زره او ۹۰ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۱۸۲ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي.”

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې هېواد ته د راغلو کسانو له ډلې ۲ زره او ۳۶۹  کسان د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې، ۱۱۵ تنه د زده‌کړو او تحصیل او پاتې ۱۳ زره او ۷۹۲ نور یې د کار په موخه افغانستان ته سفر کړی دی.

د یادولو ده چې تر ټولو ډېر (۱۰ زره ۴۵۰) بهرني وګړي د نیمروز له بندر، ورپسې ۳ زره ۶۴۸ کسان د هرات له بندرونو او هوايي ډګر، ۸۳۲ تنه د فاریاب آقینې بندر، ۸۱۴ تنه د تورخم بندر او پاتې نور د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه