خانهنړۍد جګړې ۳۳مه ورځ؛ اسراییل وایي، ایران کې یې څه باندې څلور...

د جګړې ۳۳مه ورځ؛ اسراییل وایي، ایران کې یې څه باندې څلور زره هدفونه په نښه کړي

د اسراییلو پوځ یوه اوږده اعلامیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې دوی له ایران سره د جګړې په لومړۍ میاشت کې له ۸۰۰ څخه زیاتې جنګي الوتنې کړې او شاوخوا ۱۶ زره مهمات یې په ایراني اهدافو غورځولي دي.

اسراییل نن (چهارشنبه، د اپرېل لومړۍ نېټه) د جګړې په ۳۳مه ورځ ادعا وکړه چې په دې بریدونو کې له دوه زره څخه زیات ایراني سرتېري او قوماندانان وژل شوي او له څلور زره څخه زیات هدفونه په نښه شوي دي.

دا ادعاوې په داسې وخت کې راځي چې ایراني چارواکو تر اوسه پورې د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د مړو ټولټال شمېره ۱،۹۳۷ اعلان کړې، چې ۲۴۰ ښځې او ۲۱۲ ماشومان پکې شامل دي.

د قربانیانو څخه یو یې اته میاشتنی ماشوم و. د الجزیرې په وینا، د اسراییلو پوځ د مرګ‌ژوبلې د شمېرې اعلانولو اوږد تاریخ لري او ډیری وختونه ملکي وګړي د “دښمن ځواکونو” په توګه بیانوي.

د غزې په جګړه کې، د اسراییلو داخلي راپورونو دا هم ښودلې چې د وژل شویو کسانو یوازې ۱۷ سلنه جنګیالي وو. د دې راپور د خپریدو تر وخته پورې، ایران په رسمي ډول د اسراییلي پوځ د نویو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.دا احصایې په داسې حال کې خپرې شوې چې د ایران په وړاندې د امریکا او اسراییلو جګړه دوهمې میاشتې ته داخله شوه او دوام لري.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه