خانهافغانستانهېواد کې پرله‌پسې ورښتونه؛ ننګرهار کې کوچني بندونه له اوبو ډک شوي

هېواد کې پرله‌پسې ورښتونه؛ ننګرهار کې کوچني بندونه له اوبو ډک شوي

په هېواد کې د پرله‌پسې ورښتونو په دوام، د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې په ننګرهار ولایت کې څو اوبیز کوچني بندونه (چکډمونه) له اوبو ډک شوي دي. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د وروستیو اورښتونو له کبله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په اوبیزو سرچینو کې د پام‌وړ زیاتوالی راغلی دی.

سرچینې لیکلي چې د پرله‌پسې ورښتونو په پایله کې د بندونو ډکېدل په هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیاوړتیا، د کرنې د غوره‌والي او د اقتصادي ودې لپاره ګټور دي.

خبرپاڼه کاږي: “دغه چکډمونه چې په تېرو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري جوړ شوي دي، د موسمي سیلابونو په کنټرول، د اوبو سرچینو د مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو د بیا تغذیې په برخه کې اړین او اغېزمن رول لوبوي.”

د اوبو او انرژۍ وزارت همداراز لیکلي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو او پرله‌پسې وچکالیو له کبله د اوبو له جدي کمښت سره مخ و، خو وروستي اورښتونه په هېواد کې د اوبیز وضعیت د غوره‌والي نښه بلل شوې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه