د پاکستان کرکټ بورد تېزتوپ اچووونکی نسیم شاه د پنجاب پر اعلی وزیرې د نیوکې له امله د دوه کروړه(۲۰۰ لکه) پاکستانۍ روپۍ جریمه کړی دی. تېره اوونۍ د پاکستان سوداګریز لیګ د سیالیو د پرانیستلو مراسمو کې د پنجاب اعلی وزیرې «مریم نواز» ګډون کړی و. په دې وخت کې د نسیم شاه پر اېکس پاڼه یو پوسټ کې ولیکل، چې” ولې هغې ته د لارډز لوبغالي کې د ملکې په څېر هرکلی کېږي؟”
د پاکستان کرکټ نسیم شاه ته دغه جزا د پاکستان سوپر لیګ سیالیو د پرانیستلو مراسمو کې د پنجاب د اعلی وزیرې د شتون په اړه د هغه د ټویټ له امله ورکړل شوې ده.
بورډ ویلي، د مارچ ۲۷مه نیسم شاه د دې ټویټ له امله له خپل قرارداد او د پي سي بي د ټولنیزو شبکو د کارونې له اصولونه پر سرغړونې تورن کړی و.
که څه هم نسیم شاه د ټویټ له امله بښنه غوښتې وه او دا یې هم ویلي وو چې دغه ټویټ نوموړي نه دی کړی.
باید وویل شي چې تراوسه نسیم شاه د کرکټ بورډ ددې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو ده چې تېره اوونۍ د پاکستان سوپر لیګ د سیالیو د پرانیستلو مراسمو کې د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز ګډون کړی و. په دې وخت کې د نسیم شاه پر اېکس پاڼه یو پوسټ کې لیکل شوي و، چې” ولې هغې ته د لارډز لوبغالي کې د ملکې په څېر هرکلی کېږي؟”
د دې پوست له خورېدو څو دقیقې وروسته دا پوسټ لرې او ورسره ولیکل شول چې ” د نسیم شاه د اېکس حساب هک شوی و او اوس بېرته ترلاسه شوی دی”.


