خانهنړۍکویټه کې ناپېژانده کسانو د ګازو پایپ‌لاین ته چاودنه ورکړې

کویټه کې ناپېژانده کسانو د ګازو پایپ‌لاین ته چاودنه ورکړې

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې ناپېژانده کسانو په کوېټه ښار کې د ناپېژانده کسانو له لوري د ګازو پر پایپ‌لاین چاودنه شوې ده چې له امله یې ځینو سیمو ته د ګازو رسېدنه پرې شوې ده.

په ټولنیزو پاڼو خپروشویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې تر چاودنې وروسته د ګازو لمبې فضا ته پورته کېږي. 

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو او ځینو تاسیساتو د وسله‌والو بریدونه زیات شوي او د پاکستاني چارواکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

د یادولو ده چې دوې ورځې مخکې هم وسله‌والو د بلوچستان په ځینو ولسوالیو کې پر پاکستاني پوځیانو او ځینو تاسیساتو بریدونه کړي وو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې چې د دغو بریدونو پرمهال وسله‌والو ځینې پوستې نیولې او د اورګاډي او ګازو پایپ‌لاینونه یې په نښه کړي دي. 

دغو وسله‌والو د دوو ساعتونو څخه زیات په ځینو لویو لارو ولکه هم درلوده، او د تګ راتګ پرمهال یې د موټرو پلټنه کړې وه.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه