خانهنړۍجده کې درې‌اړخیزه غونډه؛ پر خلیج هېوادونو د ایران بریدونه د سیمې...

جده کې درې‌اړخیزه غونډه؛ پر خلیج هېوادونو د ایران بریدونه د سیمې لپاره ګواښوونکي وبلل شول 

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې په جده کې د دغه هېواد، قطر او اردن مشرانو ترمنځ درې‌اړخیزه غونډه شوې او د ایران بریدونه د سیمې د امنیت لپاره ګواښوونکي بلل شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې په دې غونډه کې د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال‌ثاني او د اردن پاچا عبدالله بن الحسین ګډون کړی دی.

په دې درې‌اړخیزه غونډه کې همداراز د سیمې د امنیت لپاره پر ګډو همکاریو هم ټینګار شوی دی.

بلخوا اسوشیټډ پرس راپور ورکړی چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون د امریکا د منځني ختیځ ځینې متحدین پر ایران د امریکا – اسرائیل د بریدونو د دوام غوښتونکي دي. 

په راپور کې راغلي چې د امریکا دغو متحدینو د تهران د کمزوري کولو ښه فرصت بللی او د ایران د مشرتابه بدلون یې ضروري بللی دی. 

څه موده مخکې هم داسې راپورونه خپاره شول چې د سعودي عربستان ولیعهد، بن سلمان د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ غوښتي چې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه