د ایران سپاه پاسدارنو د اسراییلو او امریکا په بریدونو کې د دغې ډلې د سمندري ځواکونو د قوماندان عليرضا تنګسیري وژل کېدل تایید کړه.
څلور ورځې وړاندې، د اسراییلو د دفاع وزیر یسرایل کاټز د لوړ پوړو پوځي چارواکو سره د ارزونې په غونډه کې اعلان وکړ چې د ایران د انقلاب ساتونکو د سمندري ځواکونو قوماندان عليرضا تنګسیري په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
کاټز تنګسیري “د ماینونو د ایښودلو عملیاتو او د هرمز تنګي د بندولو د هڅو مستقیم مسوول” وباله او ټینګار یې وکړ چې د هیېواد پوځ به د سپاه پاسداران نور لوړ پوړي غړي هم په نښه کړي.
سپاه پاسداران په یوه بیان کې وویل چې هغه د ایران په سویل ساحل کې په نښه شو او د سختو ټپونو له امله مړ شو.
په بیان کې ویل شوي: “علیرضا تنګسیري، چې د ځواکونو د تنظیم او پیاوړتیا او د ټاپوګانو او ساحلونو د دفاعي ډال د پیاوړتیا په وخت کې د یرغلګرو لخوا برید شوی و، د خپلو ټپونو د شدت له امله د لقا الله سره یوځای شو.”
د عليرضا تنګسيري نوم د اسلامي جمهوريت د لسګونو لوړ پوړو چارواکو او قوماندانانو په لېست کې اضافه شوی چې د ايران-عراق جګړې او د امريکا او اسرایيلو د بريدونو پر مهال وژل شوي وو.


