په افغانستان کې د پرلهپسې ورښتونو په دوام، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان راتلوونکې یوه اوونۍ هم درانه ورښتونه اټکل کړي دي.
د دې ادارې د اټکل له مخې چې د افغانستان د مرکزي، ختیځو او سوېلختیځو ولایتونو په ځینو سیمو کې به د مارچ له ۳۰مې تر اپرېل ۵مې پورې درانه ورښتونه وشي، او دا یې د للمي کښت لپاره ګټور بللي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په اېکس همداراز لیکل شوي چې په افغانستان وروستي بارانونه د کرنیزو محصولاتو د ودې لپاره ګټور دي.
بلخوا د اوبو او انرژۍ وزارت هم ویلي چې د وروستیو ورښتونو له امله د هېواد یو شمېر بندونه له اوبو ډک شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دریو اوونیو راپدېخوا د هېواد په ډېرو سیمو کې شدید ورښت ادامه لري چې یو شمېر هېوادوالو ته یې ځاني او درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
بلخوا ډېر شمېر هېوادوال دغو ورښتونو ته خوښ دي او دا د اباد کال لپاره ګټور بولي.


