د هرات مسوولین وایي، د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د راوتلو سېلابونو له امله دوه کسان مړه او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
مسوولینو ویلي چې دغو سېلابونو یو شمېر کورونه هم نړولي او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي.
بلخوا د سمنګان په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي.
تر دې مخکې د ننګرهار امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی و چې د یاد ولایت په غنيخېلو او نازیانو ولسوالیو کې د کورونو چت نړېدو په پېښو کې یو کس مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي وو چې لومړۍ پېښه پېښه د غنيخېلو ولسوالۍ په «۲۵ مې ویالې» سیمه کې شوې چې له امله یې یوه مېرمن مړه او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا چې دویمه ورته پېښه کې هم دوه کسان ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په هېواد کې خونړي ورښتونه پیل شوي چې له امله لسګونه کسانو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن او سبا هم د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.


