د ننګرهار مسوولین وایي، د یاد ولایت په غنيخېلو او نازیانو ولسوالیو کې د کورونو چت نړېدو په پېښو کې یو کس مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي چې لومړۍ پېښه پېښه د غنيخېلو ولسوالۍ په «۲۵ مې ویالې» سیمه کې شوې چې له امله یې یوه مېرمن مړه او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا چې دویمه ورته پېښه کې هم دوه کسان ټپيان شوي دي.
مسوولینو ویلي چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په هېواد کې خونړي ورښتونه پیل شوي چې له امله لسګونه کسانو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د زیات ورښت له امله د کورنو د چت نړېدو لسګونه پېښې شوې چې په پایله کې یې ګڼشمېر هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بلخوا د هواپېژندنې ادارې سبا هم په یو شمېر ولایتونو کې د باراني ورښت او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.


